د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پښتو ويکيپېډیا یو وړيا پوهنغونډ دی چې هر څوک یې سمولای شي.
زموږ ژبه دممهال ۲۱٬۱۶۹ ليکنې لري.
د نن غوره ليکنه
هېپتاليان، يفتاليان، یفتلیان يا سپين هونيان هغه خلک وو چې د پينځمې زېږديزې پېړۍ څخه تر اتمې زېږديزې پېړۍ په منځنۍ اسيا کې اوسېدل او د ختيځو اریایي هونيانو د لويې ډلې يوه برخه وو، د منځنۍ اسيا له ځمکو د هندوکش شمالي سيمو تخار او باختر ته د امو تر سيند راپورې وتل. دوی د هېپتاليانو په نامه يوه سترواکي د کيداريانو په ماتولو سره رامنځته کړه چې له ۴۵۰-۵۶۰ (۴۵۵-۵۶۵) پورې يو ستر پوځي ځواک وو، تر هغې چې دوی د لومړي تورک خاگانات او ساسانيانو گډو ځواکونو له خوا ماتې وخوړه.
هېپتاليانو ځانونه اېبودال ēbodālo (باختري ليکدود : يوناني ليکدود: ηβοδαλο) بلل چې د دوی په ليکنو، معمولاً سکو کې (ηβ, eb) ته رالنډ شوی دی.
استاد قدرت الله حداد فرهاد يفتاليان يا هېپتاليان ابداليان بللي چې د اريايانو يوڅانگه يې گڼي چې په ۴۲۵ ز کال شاوخوا يې د
تخارستان پاچاهي په لاس کې وه. د دې ترڅنگ
پوهاند عبدالحی حبيبي هم يفتل-هبتل -ابدال بولي چې وروسته په ابداليانو نومول شوي دي(
بشپړه ليکنه... )
د نن سبا خبرونه
۴ مارچ ۲۰۲۶: د امریکا او اسراییل په ګډ برید کي د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي ووژل سو.
۱ فبروري ۲۰۲۶: بلوڅ خپلواکي غوښتونکو د هیروف ۲ عملیاتو تر چتر لاندي د بلوچستان د پلازمېني کوټې ښار په ګډون پر ۱۲ ښارونو بریدونه ترسره کړي، او لسګونه پاکستاني پوځیان او چارواکي یې وژلي دي.
۳ جنوري ۲۰۲۶: د وېنزویلا پر پلازمېنه د یو برید په پایله کي ددغه هېواد ولسمشر او مېرمن یې د متحده ایالاتو له لوري ژوندي ونیول شول، او تمه ده چي په امریکا کي به محکمې ته وړاندي شي.
۳۱ ډیسمبر ۲۰۲۵: د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره خالده ضیاء مړه سوه.
۳۰ ډیسمبر ۲۰۲۵: د سوریې حکومت خپله نوې کرنسۍ رسما بازار ته وړاندي کړه، چي د پخواني ولسمشر بشار الاسد انځور ترې لیري کړل سوی دی.
۲۹ ډیسمبر ۲۰۲۵: د حماس ویاند او نوموتی اتل ابو عبیده د اسراییلي ځواکونو په برید کي شهید سو.
۲۷ ډیسمبر ۲۰۲۵: اسراییلو د سومالي لېنډ په نوم له سومالیا بېل غوښتونکې سیمه د خپلواک اسلامي هېواد په توګه په رسمیت وپیژندله.
۱۴ ډیسمبر ۲۰۲۵: د اسټرالیا په پلازمېنه سیډني کي پر یهوادنو باندي د یو برید له امله ۲۰ تنه یهودان مړه او یو شمېر ټپیان سول.
۹ ډېسمبر ۲۰۲۵: د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرتونو د محدودولو د اعلان سره سم امریکا د ٥٠ ایرانیانو یوه ډله د ایروزونا ایالت څخه په چارټر الوتکه کې تهران ته واستوله او د ٥٥ ایرانیانو یوه بله ډله په راروانو ورځو کې له دې هېواده باسي.
۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵: پر ډیورنډ کرښه تر خونړیو نښتو وروسته افغانستان د پاکستان په ټینګار او غوښتنه پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وکړه.
۳۱ جولای ۲۰۲۵: د فوټبال د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی؛ قاسم جان اتل په کندهار کې وفات سو.
۱۱ مارچ ۲۰۲۵: د جعفر ایکسپریس بريد ؛ بلوڅ وسلهوالو شاوخوا ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وتښتول.
۲۰۲۵ فبرورۍ ۴ مه : کریم اغا خان ؛ د اسماعيلي شیعهګانو ۴۹م امام د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لزبن کې مړ شو.
د نن غوره انځور
د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي.
انځورګر: [Darrian Traynor/ICC/Getty Images]
ويکيپېډيا نورې برخې
د پښتو ويکيپېډيا ځينې لارښود مخونه دا دي؛
جرګه د کارنانو تانبې نه ليدنه وکړئ!
د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندې توګه دي؛
ويکيپېډیا په نورو ژبو
ويکيپېډیا په ۲۰۰۱
(۲۰۰۱ ) کې پیل او په پښتو ژبه
۲۱٬۱۶۹ لیکنې لري.
ويکيپېډیا په نورو ژبو کې
ژبې چې له ۱،۰۰۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
ژبې چې له ۲۵۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
ژبې چې له ۵۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري: